انصار: (چهارشنبه، د کب ۸ مه)، اوکرایني رسنۍ (کییف انډیپنډنت) وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په تړاو هماغه تېروتنه تکراروي چې په افغانستان کې یې وکړه.
د دې رسنۍ پر اساس، وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وټاکل شو، پر بهرنۍ جګړې یې انتقاد وکړ او د هغې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه، همداراز یې د متحدو ایالتونو له یو سیال سره، چې تر سختو بندیزونو لاندې و، یوه موافقه وکړه، خو خپل متحد یې د خپلې خاورې په اړه د سولې له خبرو بهر پرېښود. دا غمجن توافق مخالفي ډلې ته تسلیمېدا ګڼل کېده، چې هدف یې د شخړې ژر پای ته رسول و، نه د امریکا د متحدانو ملاتړ یا په سیمه کې اوږدمهاله ثبات.
که دا پېښه اشنا برېښي، علت یې دا دی چې دا هماغه څه دي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په افغانستان کې وشول، او اوس دا هغه څه دي چې اوکراینیان او د هغوی متحدان له روسیې سره د ورته معاملو له امله وېرېږي.
کله چې ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال د اوکراین جګړې د پای ته رسولو ژمنې کولې، د بریتانیا د پارلمان غړي، مارک مارټین، وویل چې دا ژمنې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو له لارې سره "ډېر ورته والی" لري.
مارټین، چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او د دې شخړې په اړه یې یو کتاب لیکلی دی، وايي: «دا توافق یوه معامله نه وه، بلکې تسلیمېدا وه او دا هماغه څه دي چې ټرمپ اوس غواړي د اوکراین په قضیه کې یې وکړي.»
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په پای کې، د ټرمپ ډلې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې په افغانستان کې یې د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای ته رسیدا اعلان کړه. د هغه وخت افغان حکومت، چې د امریکا ملګری و، له دغو خبرواترو بهر پاتې شو.
د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، سره له دې چې طالبانو د تړون مطابق پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ، دا یو له اساسي عواملو څخه و چې په ۲۰۲۱ کال کې کابل په حیرانوونکي ډول سقوط وکړ.
مارتین وویل: «که څه هم دا پرتلنه به ډېره دقیقه نه وي، خو «هغه څه چې ورته دي، د امریکا د مشرتابه اصلي غریزه ده - چې دښمن ته لاس ورکړي او امتیازات ورکړي.»
ټرمپ له واک ته رسېدو راوروسته له روسیې سره په خبرو اترو د اوکرایني چارواکو اندېښنې زیاتې کړي دي. د ده دې ډول څرګندونو چې «په ناټو کې د اوکراین غړیتوب امکان نه لري او اوکراین ته د خپلې خاورې بېرته سپارل غیرواقعي هدف دی»، د اوکراین دریځ کمزوری کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34973